په غزني ولایت کې د پوهنې لپاره (۶۹) جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
Sun, Jul 28 2024 1:28 PM
45

د غزني ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي مير نصير احمد حسيني څرګنده کړه، چې د ١٤٠٣ لمریز کال له پيل څخه تر اوسه پورې په ټوليزه توګه د غزني ولایت د علم پروره اوسېدونکو له خوا په دغه ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو جوړولو په موخه، ۶۹ جرېبه ځمکه پوهنې وزارت ته وقف شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د روان لمریز کال پر مهال په دغه ولايت کې د يو شمېر مدارسو او ښوونځيو د ودانیو رغونې او بيارغونې چارې روانې دي، چې لګښت يې د یاد ولايت د خلکو له خوا ورکړل شوى او اندازه يې ٤٥ مېليونه افغانۍ ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د هېواد علمي شخصیتونو په ځانګړې توګه د غزني ولایت علم پروره اوسېدونکو له هغو مرستو هرکلی کوي، چې د هېواد ښوونیز نظام د لا پیاوړتیا او پرمختګ په موخه یې ترسره کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS