په پکتیکا ولایت کې د «ریاض العلوم مدرسه» تاسیس شوه

media-moe
Tue, Jul 09 2024 12:32 PM
adfsa

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند په ترمیره پیرکوټي کلي کې د «ریاض العلوم دیني مدرسه»، د پوهنې ریاست مسئولینو، د علماوو شورا او نورو سیمه ییزو ادارو د استازو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د یادې مدرسې ټولیز لګښت يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ راغلی دى، چې د دغه ولسوالۍ د خلکو له لوري د یو تن معارف دوست شخصیت مطيع الله ابو عمر په سرپرستۍ ورکړل شوی.
د يادې مدرسې د پرانيستې په مراسمو کې ويناوالو هر يوه د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې د پوهنې پر اهميت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د پوهنې وزارت مشرتابه د «ریاض العلوم مدرسې» د ودانۍ په جوړولو کې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ د خلکو له مرستو څخه مننه او قدرداني کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS