میدان وردک کې د زنګ په کړنګولو سره نوي تعلیمي کال پیل شو

media-moe
Sun, Mar 24 2019 1:41 PM
moe

په میدان وردک ولایت کې ۱۳۹۸ پوهنیز کال  د دولتي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو لخوا د ښوونځي زنګ په وهلو سره رسمآ پیل شو.

په یادومراسمو کې د پوهنې رئیس دوکتور محمد سعید منصور سربیره د ميدان وردګو والي، ولایتي شورا رئیس، دپارلماني چارو وزارت دتقنین رئیس استاد نعمت الله محمودي، دولایتي شورا غړو، دولایت اړوند ادارو رئیسانو، سپین ږیرو، دپوهنې کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی و.

دپوهنې رئیس دولایت درهبرۍ څخه دمننې ترڅنګ دزده کوونکو دارتقای ظرفیت بېلابیلو برنامو دتطبیق په برخه کې دهمکارۍ هیله وکړه او له ولسونو یې وغوښتل چې د پوهنې له ریاست سره شته همکاريو ته دوام ورکړي. نوموړي د معارف ریاست کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د ټولو پلانونو په تطبیق کې به ورسره همکاري کوي.

همداراز  دمیدان ورک ولایت چارواکو او قومي مشرانو ددې ولایت له ټولو اوسیدونکو څخه وغوښتنه وکړه، چې په خپلو ماشومانو زده کري وکړي او ښوونځیو ته یې ولیږي، ترڅو له نړیوالو سره دعلم په برخه کې ګران هيواد سيال شي.

 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS