د هېواد په سړو ولايتونو کې د مدارسو او ښوونځيو څلور نيم مياشتنۍ آزموينې پيل شوې

media-moe
Sun, Jul 07 2024 11:24 AM
12

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د هېواد په زیاتو سړو او سړو ولایتونو کې، د مدارسو او ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ آزموینې، نن (د چنګاښ په ۱۶ مه نېټه) پیل شوې.

په مرکز او اړوندو ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو د څارنې ټېمونو سربېره د یادو څانګو رئیسانو او مشرتابه، د آزموینې له بهیر څخه څارنه وکړه او په خپلو خبرو کې یې د آزموینې د نظم او ډسپلین په رعایتولو ټینګار وکړ.

دپوهنې مسئولینو زده کوونکو ته په خطاب کې وویل: ولس او هېواد له تاسو ځوانانو څخه د قدر وړ او صادقانه خدمت تمه لري او اړینه ده، چې دغې سپېڅلې موخې ته د رسېدو لپاره شپه او ورځ هڅې وکړئ؛ تر څو په راتلونکي کې خپل ځانونه د نړۍ د علمي او تخنیکي لاسته راوړنو سره برابر او استوار کړئ.

په پام کې ده، چې په يادو ولايتونو کې څلور نيم مياشتنۍ آزموينې د چنګاښ مياشتې تر پايه دوام ولري.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS