په بلخ ولایت کې د یو باب لېسې احاطوي دېوال جوړ شو

media-moe
Thu, Jun 06 2024 11:24 AM
بلا

د بلخ ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې د استاد وجدان کورنۍ له لوري د ۲۹۰ زره افغانيو په لګښت، (د استاد وجدان لېسې) احاطوي دېوال ورغول شو.

د یاد احاطوي دېوال د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل، علماء کرامو او قومي مخورو ګډون درلود.

د بلخ ولايت پوهنې رئیس د ښوونیزو بنسټونو د جوړولو اهمیت په باب د خبرو پرمهال، له ملي سوداګرو وغوښتل، چې د پوهنيزو بنسټونو په رغونه او بيارغونه کې پوهنې ریاست سره همکاري وکړي.

د غونډې په دوام یو شمېر ګډون والو د سالمې ټولنې په رامنځته کېدو کې د علم او پوهې د رول په اړه خبرې وکړې او له پوهنیز نظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه هم پوهنیز نظام سره د علم پروره خلکو له مرستو په ځانګړې توګه د استاد وجدان د کورنۍ له همکارۍ او ملاتړ څخه قدرداني کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS