د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معینیت پلاوي د کابل ښار له پوهنې ریاست مسئولینو سره غونډه وکړه

media-moe
Sun, Apr 21 2024 11:21 AM
321

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ پلاوي، د کابل ښار له پوهنې ریاست مسئولینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د یادې غونډې اساسي موخه د کابل ښار پوهنې ریاست په تشکیلاتو کې د چارو لاښه والی بلل شوی دی.

غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني د سرچینو او ادارې معین ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي ته یې د یاد ریاست د تشکیلاتو او یو لړ نورو موضوعاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین، شته ستونزو او ننګونو ته په اشارې سره د کابل ښار پوهنې ریاست له کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل، موږ هر یو مسئولیت لرو، تر څو د هېواد د پوهنیزنظام د کیفیت د لوړولو لپاره په نه ستړي کېدونکي ډول قدمونه پورته کړو؛ نوموړي زیاته کړه، راځئ چې یو ټینګ دریځ ونیسو او عملی اقدامات وکړو.

همدارنګه د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولینو او د ښوونیزو حوزو آمرینو خپلې لاسته راوړنې او ستونزې لکه: د بودیجې کموالی، تشکيلاتي ستونزې او د مسلکي ښوونکو د کموالي موضوع له مشرتابه سره شریک کړل.

د پوهنې وزارت پلاوي د کابل ښار په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو د نشتوالي د حل او د هغوی د وړاندیزونو په عملي کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS