د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې یو باب الحاقیه فعاله شوه

media-moe
Sat, Apr 20 2024 1:47 PM
12

د پروان ولايت سيدخېلو ولسوالۍ اړوند د حمزه خېلو په کلي کې د نجونو ښوونځي یو باب الحاقیه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د یادې ولسوالۍ ولسوال، د پوهنې مسئولينو، علماوو او د سيمې خلکو پکې ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پروان ولايت پوهنې رياست مسئولين وايي: پخوا ياده الحاقیه د عبدالقيوم شهيد لېسې پورې اړوند وه او د سيمې د اوسېدونکو د اړتياوو او وړانديزونو له مخې، د يادې لېسې څخه جلا او د نجونو په څانګه پورې وتړل شوه.

د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي سيد محمد په خپلو خبرو کې وويل: د پوهنې وزارت د هېواد ماشومانو لپاره د زده کړو په برخه کې آسانتیاوو برابرولو ته ژمن دى او له خلکو يې وغوښتل، تر څو د پوهنې د بډاينې او پراختیا په موخه، له ښوونیز نظام سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې الحاقیې په جوړېدلو سره ګڼ شمېر نجونو ته د زده کړو آسانتیا برابره شوه.

د سيمې اوسېدونکو هم په خپل کلي کې د يوه ښوونځي د څانګې د جوړېدو هرکلى وکړ او ويې ويل، چې دوى به خپل ماشومان د زده کړو په موخه دغه ښوونځي ته واستوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS