د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Sat, Apr 20 2024 11:12 AM
1

پکتیا
د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ مسئولینو، د پکتیا ولایت له پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد سره په لیدنه کې، د یاد ولایت په ۷ بابه ښوونځیو کې د اوبو رسولو سیسټم (واش پروګرام) د فعالېدو اعلان وکړ.
په یاده پروژه کې د ښوونځيو لپاره د اوبو د څاګانو کیندل، د برېښنا د سولر ښیښو نصبول او یو لړ نورو اړینو ملحقاتو جوړول شامل دي، چې شاوخوا ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د یاد ولايت پوهنې رياست مشرتابه د دغه ادارې له همکارۍ مننه وکړه.

کابل ښار :
د کابل ښار د شپږمې ناحیې یو شمېر دیني علماوو او قومي مخورو له پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني سره وکتل او له نوموړي سره یې د خپلو سیمو د پوهنې اړوند ستونزې او وړاندیزونه شریک او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

هرات
د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر، د یاد ولايت ادرسکن ولسوالۍ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، له يو شمېر ښوونځيو او ديني مدارسو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د پوهنې له مسئولينو، ديني علماوو او قومي مخورو سره په کتنه کې د ښوونیز وضعیت لاښه والي او د پوهنې د پراختیا په تړاو رغنده خبرې وکړې.

پکتیا
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس له خپلو کارکوونکو سره وکتل.
دغه راز نوموړي د مدارسو او ښوونځیو د ښوونیزو پروګرامونو لاښه والي په اړه د خبرو ترڅنګ،  کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ په ملاتړ، د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ د سیمه ییزو او چټکو زده کړو ۳۷ بابه  ټولګیو ته کتابونه او ښوونیز توکي واستول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS