په غزني ولایت کې د یوه وګړي له لوري قرآن کریم په لاس ولیکل شو

media-moe
Mon, Mar 11 2024 10:44 AM
145

د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اسماعیل محبت د قرآن کریم ټولې سپارې په خپل لاس ليکلي دي.

د غزني ولايت پوهنې رئيس له ياد وګړي سره د ليدنې پر مهال له نوموړي ستاينه وکړه او هغه یې د آخرت لپاره يوه ښه تحفه وبلله.

دغه راز نوموړي ياد شخص ته د ستاینلیک د ورکړې په ترڅ کې وویل: دغه هېوادوال په شپږو میاشتو کې د قرآن کریم د ټولو نسخو په لیکلو توانېدلی دی.

د غزني پوهنې رئیس د هېواد په لویو نندارتونونو کې د دغه مقدس کتاب نندارې ته د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

له بلې خوا محمد اسماعېل محبت د ياد ولایت د پوهنې ریاست له هڅونې او ملاتړ څخه مننه وکړه او د خپلو کړنو پر دوام یې ټینګار وکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS