د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د یاد وزارت د کیفیت تضمین معین او د څېړنو رئیس وستایل شول

media-moe
Thu, Feb 01 2024 10:56 AM
123

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت او د څېړنو ریاست له لوري "د افغانستان د ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفراس" ته ۱۴ علمي مقالې وړاندې شوې؛ چې تر ارزونې وروسته ۳ مقالو لومړی او پاتې ۱۱ مقالو ته دویم مقام ورکړل شو.

دغه راز د پوهنې وزارت هغه علمي څېړنې کوم چې د معیاري زده کړو د رامنځته کولو او د افغانستان د ښوونیز نظام د پیاوړتیا په برخه کې یې ترسره کړې، د لوړو زده کړو وزارت د پوهانو او استادانو له خوا وستایل شوې او د هېواد د علمي او اکاډمیکې ټولنې په منځ کې یې درېیم مقام خپل کړ.

په همدې مناسبت نن د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د څېړنو رئیس ډاکټر محمد عمر دوران زی د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري په ستاینلیکونو وویاړل شول.

ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د یاد وزارت د مشرتابه او په ځانګړې توګه د دغه وزارت د سرپرست له پاملرنې او ستاینې څخه د مننې په ترڅ کې خپله ژمنه تازه کړه او ویې ویل: دوی چمتو دي له خپلې مسلکي پوهې او کاري تجربې څخه په ګټه اخیستلو سره د هېواد د ښوونیز نظام د پیاوړتیا په لار کې خپلې هلې ځلې لاپسې زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ياد علمي کنفرانس په پاى کې د لوړو زده کړو وزارت او د ښوونې او روزنې پوهنتون له لوري د پوهنې وزارت سرپرست ته افتخاري نښان او ستاینلیک ډالۍ شوي وو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS