د میدان وردګ ولایت د ښوونځيو ممتاز زده كوونكي وستايل شول

media-moe
Thu, Jan 04 2024 9:30 AM
123

 د ميدان وردگ ولايت د ښوونځیو د ممتازو زده کوونکو د هڅونې په موخه لويه ستاينغونډه ترسره شوه.
 په ياده غونډه کې د ميدان وردګ پوهنې رئيس مولوي محمد عثمان حريت، د ولايت مرستيال مولوي سيدالرحمن حافظ، د سيمه ييزو ادارو يو شمېر ملکي او نظامي مسٸولينو او علماوو ګډون کړى و. 
 په پىل کې د یاد ولایت د پوهنې رئیس مېلمنو ته د ښه راغلاست او د عالي لېسو زده کوونکو ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د يادې غونډې د ترسره کولو څخه یې اساسي موخه، د ښوونځیو د ممتازو زده کوونکو هڅونه وه، تر څو نور زده کوونکي هم د خپلو زده کړو په برخه كې خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.
 همدارنګه نوموړي په دې برخه کې د استادانو د هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ زده كوونكو ته په خطاب کې وویل: د ویاړ ځای دی چې په ټول هېواد کې د سولې په تامین سره تاسو ته د دیني او عصري علومو د تدریس زمینه برابره شوې ده او له دې طلايي فرصت څخه بايد غوره ګټه پورته کړٸ.
 دغه راز نورو مسٸولینو هم په خپلو خبرو کې د هېواد د ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست له پاملرنې مننه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS