د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د څانګې د راپور په تړاو د پوهنې وزارت مطبوعاتي اعلامیه

media-moe
Sat, Dec 09 2023 10:34 AM
154

لکه چې څرګنده ده، د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت یو له بنسټیزو او مهمو دندو څخه، د هېواد په ټولو برخو کې د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول او د افغان ماشومانو لپاره له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تعصب څخه پرته د لازمو ښوونیزو آسانتیاوو برابرول دي.
د پوهنې وزارت په هېڅ صورت د ښوونځیو د نارینه زده کوونکو د زده کړو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د څانګې له راپور سره موافق نه دی او دا ډول بې بنسټه راپورونه په کلکه ردوي.
پوهنې وزارت په دې باور دی، چې د اوسنۍ نړۍ او ټېکنالوژۍ پرمختګونه د علماوو، څېړونکو او پوهانو د علمي هڅو په پایله کې رامځته شوې دي، چې بنسټ یې د هر هېواد ښوونه او روزنه ده.
په دې اساس د پوهنې وزارت د هېواد په ټولو سيمو کې د دیني او عصري علومو ودې او پراختيا په برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړې دي او په دې تړاو ژوندۍ بېلګې مرکز او ولایتونو ته د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي پر اداري او تدریسي چارو د کتنې سفرونه دي.
د یادولو وړ ده چې په (۱۴۰۲) ښونیزو کال کې څه باندې(١٠٨٠٩٣) تنه ماشومان د پوهنې د وزارت په ښوونځیو کې شامل شوي دي، چې اوسمهال د پوهنې وزارت د تشکیلاتو په ګڼه او ثبت کې (۲۴۵۰۰۰ ) تنه ښوونکي او استادان چې (۹۵۰۰۰) یې د ښځینه ښوونکو برخه ده په ښوونیزو بنسټونو کې پر تدریس بوخت دي.
همدارنګه تر اوسه هېڅ ښځینه ښوونکې له دندو څخه منفصل او منفک شوې نه ده، معاشونه او امتیازات یې د پخوا په څېر ورکړل شوي چې یاد امتیازات به یې په راتلونکي کې هم د پخوا په څېر دوام ولري او ښځینه ښوونکې د هلکانو له ښوونځيو څخه د تبدیلۍ په صورت کې د ښځینه وو په ښوونځيو کې ګمارل شوې چې اوسمهال په تدریس بوختې دي.
د یادولو وړ ده چې د پوهنې وزارت له څو کلونو راهیسې د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دی، چې د یادې ستونزې د حل لپاره یې د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست د ځانګړې پلان په بنسټ، د هغوی د مسلکي او پیداګوري وړتیاوو لوړولو په موخه ځانګړي ورکشاپونه او سیمینارونه دایرکړي دي او د هلکانو ښوونځيو لپاره د مسلکي ښوونکو د کمبود د حل لپاره ټول ټال(۱۹۰۰۰) مسلکي ښوونکي چې ټول یې د پيداګوژي په برخه کې لوړې زده کړې لري ګمارل شوي دي.
د پوهنې وزارت په اډآنه کې د ساينس مرکز او معياري آزموينو ریاستونه تاسیس شوي چې د لومړي ځل لپاره د درسي نصاب او په ځانګړي ډول د ساینسي موضوعاتو د تجربو د ثبتولو لپاره د ډیجیټل اسټډیوګانو جوړول او د بېلابېلو لارو له مخې د هېواد ټولو برخو ته د ښوونیزو زده کړو خپرول د هغو اقداماتو څخه دي، چې د زده کونکو لپاره د ساینسي زده کړو د پیاوړتیا او عمومي کولو په موخه ترسره شوي.
په ښوونځیو کې د زده کوونکو د وهلو ټکولو په اړه باید وویل شي، چې دا عمل د اسلام د سپېڅلي دین له نظره نامناسب او ناروا دی او د ممانعت په اړه یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري د مرکز او ولایتونو د ټولو ښوونځیو ادارو ته جدي خبرداری ورکړل شوی دی، که د هېواد په ښوونیزو مرکزونو کې دا ډول پېښې ولیدل شي، نو د ياد وزارت د مشرتابه له امر څخه سرغړونه بلل کېږي او عاملین به یې له قانون سره سم محاکمه شي.
د وړاندې شویو ټکو په پام کې نیولو سره، موږ په دې برخه کې له اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه کوو، چې زموږ هېواد ته راشي او د پوهنې د سکتور په ګډون په ټولو برخو کې ښه وضعیت له نیږدې وڅېړي، ترڅو په راتلونکي کې د دا ډول بې بنسټه یو طرفه راپورونو مخه ونیول شي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 12:42 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Praised and Encouraged a Talented Student from Herat Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the country, praised and showed special care to Mohammad Amiri, one of the talented students of the schools of. . .

Sun, Jan 11 2026 2:06 PM
Background image

Opening of a School at a Cost of Nearly 18 Million Afghanis by the Minister of Education in Kunar Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Minister of Education of the country, during his visit to Kunar Province, inaugurated a primary school in the Barsagi area of Asadabad City,. . .

Wed, Dec 31 2025 2:51 PM
Background image

The Honorable Minister of Education arrived in Kapisa Province with the aim of supervising the examination process of religious schools.

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, paid an official visit to Kapisa Province. During a meeting with the Honorable Alhaj Mawlawi Mohammad Farid Haqqani,. . .

BACK TO NEWS