په هلمند ولايت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
Tue, Nov 07 2023 11:35 AM
123

د هلمند ولایت ناومیش ولسوالۍ کې د نوشور منځني ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې او د پوهنې مسئولینو، علماوو، د ملکي او نظامي ادارو استازو او مشرانو په ګډون، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد منځنی ښوونځی د سیمې د خلکو او د پوهنې مینه والو په مرسته، د ۶۰۰ زره افغانیو لګښت سره په یو نیم جرېب ځمکه کې جوړ شوی، چې ۱۲ درسي ټولګي له نورو اړینو ملحقاتو سره لري.
د هلمند پوهنې رئیس د ځوانانو لپاره د زده کړې د ترلاسه کولو په برخه کې د ښوونیزو بنسټونو د رول په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د هېوادوالو د وطن دوستۍ او ښوونې او روزنې له احساس څخه يې د مننې تر څنګ، له خلکو وغوښتل، تر څو خپل ماشومان ښوونځيو او مدارسو ته د د زده کړې لپاره واستوي.
مسئولينو او ويناوالو د یاد ښوونځي په جوړېدو خوښي وښوده او د هېواد د پوهنیز نظام په پرمختګ يې ټينګار وکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS