په میدان وردګ ولایت کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Tue, Oct 31 2023 9:03 AM
123

د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ کې د بیدمشک لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت لخوا په داسې حال کې په رسمي ډول پرانیستل شوه، چې د نوموړې ښوونځي مسئولینو، ښوونکو، یو شمېر علماوو، او د خلکو استازو هم حضور درلود.
یاد لومړنی ښوونځی د ۵۵زره امریکایي ډالرو لګښت سره په یو جرېب ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول رغول شوی، چې ځمکه او ټول لګښت یې د همدې ولسوالۍ د یوه علم پال ځوان له لوري ورکړل شوی دی.
د بید مشک  لومړني ښوونځي نوې ودانۍ پر ۱۰ درسي ټولګيو سربېره نورې آسانتیاوې او اړین ملحقات هم لري.
د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس د یاد ښوونځي د پرانېستې پر مهال، د خپلو هېوادوالو له احساساتو مننه وکړه او له نورو یې وغوښتل، تر څو د هېواد د پوهنیز نظام په وده او پیاوړتیا کې خپله ملي او اسلامي ونډه ولوبوي.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS