د پوهنې وزارت لوړ پوړي پلاوي پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Tue, Oct 31 2023 8:46 AM
123

د پوهنې وزارت د اسنادو د تعقیب، احکامو او لارښوونو، احصایې، معلوماتي ټکنالوژۍ، خدماتو او سواد زده کړې د رئیسانو یو پنځه کسیز لوړ پوړي پلاوي، د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست د اداري او تخنیکي وسایلو د کتلو په موخه، یاد ولایت ته رسمي سفر وکړ.
په پیل کې د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس، یاد ولایت ته د ورغلي پلاوي سفر یو نېک ګام وباله او د پوهنې رياست د کړنو، لاس ته راړنو، د یاد ریاست د تجهيزاتو ساتنې او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو یې پلاوي ته تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د پوهنې وزارت پلاوي د پنجشېر پوهنې رياست له مشرتابه څخه د وسايلو د ساتنې له امله قدرداني وکړه او د خپلې کاري اجنډا له مخې يې په یاد ریاست کې د وسايلو د ثبت د اسنادو او کتابونو په ليدو سره یاده موضوع په هر اړخيزه توګه و څېړله.
په پای کې د سروې پایلې د یاد ولایت پوهنې ریاست له مشرتابه سره شریکې شوې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS