دولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د خبرونو لنډیز
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې، د ښوونکو د تشو بستونو ډکولو په موخه، له ۲۴۶ وړ نوماندانو څخه آزموینه واخیسته، ترڅو په یادو بستونو کې وړ کسان د ښوونکو په توګه وګمارل شي.
بغلان
د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئيس مولوي عبدالرحمن حميدي او ورسره مل پلاوي، بغلان ولايت ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولايت له پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي سره وکتل.
نوموړي د ښوونځیو او خصوصي ښوونیزو بنسټونو د فعالیتونو په تړاو د پوهنې له مسئولینو سره تفصیلي خبرې وکړې.
بلخ
د بلخ ولايت پوهنې رياست د غوښتنو پر بنسټ، مولوي ضياء خان د نوبهارعالي لېسې د آمر او حاجي نعمت الله صافی د ياد ولايت د بلخ ولسوالۍ د کټوري عالي لېسې د آمر په توګه وټاکل شو.
نوموړي د یوې غونډې په ترڅ کې، د یا ولایت د ښوونې او روزنې آمر له لوري معرفي شول.
لوګر
په لوګر ولايت کې ۶۶ بابه سیمه ییز مدارس، د یاد ولايت پوهنې رياست په وړانديز او د پوهنې وزارت مقام په منظورۍ جوړ او اوسمهال یې په فعالیت پيل کړی .
د ياد ولايت پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې، په يادو مدارسو کې ټول ټال ٥٨٣٣ هلکان او ١٥٤٣ نجونې په زده کړو بوختې دي چې د ١٤٧ نارينه او ٢٠ ښځينه ښوونکو له لوري ورته د دیني علومو په برخه کې تدریس ورکول کیري.
پکتیا
د پکتیا ولایت مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د «لښکر شیطان» تر سرلیک لاندې علمي سیالۍ ترسره شوې.
د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد وايي: یادې سيالۍ په ليکلي بڼه ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې د پکتيا له څورلسو ولسواليو څخه يو یو ممتاز زده کوونکي برخه اخيستې وه او ګټونکو ته يې جايزې هم و وېشل شوې.
