د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت پلاوي، بادغیس ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Sat, Aug 05 2023 2:24 PM
c

د پوهنې وزارت د احصایې آمر او د یاد وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د خصوصي دارالعلومونو ریاست سرپرست مولوي عبدالغني په مشرۍ یو پلاوي، د مدارسو لپاره د نویو بستونو تطبیق او لارښوونې په موخه بادغیس ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي د بادغیس ولایت پوهنې له رئیس او مسئولینو سره په کتنه کې، د خپل سفر موخې، د نوي تشکیلاتي جوړښت د کړنلارې تطبیق ، د اسلامي زده کړو له بنسټونو څخه څارنه، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرینو او عمومي مدېرانو لپاره د سیمینارونو جوړول یاد کړل.
پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې، د حضرت بلال (رض)، حضرت خالد بن ولید (رض)، حضرت حمزه (رض) او نصرتیه مدارسو مسئولینو سره په کتنو کې د یادو مدارسو ستونزې وارزولي او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي د پروګرام له مخې، د پوهنې رياست د رئیس، آمرینو او مدېرانو لپاره د همدې رياست د کنفرانسونو په تالار کې يو ورځنى سيمينار هم جوړ کړ او په دې برخه کې يې د اړتيا وړ موضوعاتو لکه، د نوي تشکیلاتي پروسې د تطبیق بهیر او په یاده پروسه کې د وړتیا او تجربې له مخې د نوماندانو ګمارلو په تړاو خبرې وکړې.
په دې وروستیو کې د بادغیس ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان، د یاد پلاوي له شتون څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې د پلانونو په تطبیق او د یاد ولایت دیني مرکزونو ته د نویو بستونو دعادلانه وېش په برخه کې به جدي او هر اړخیزه همکاري وکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS