له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Wed, Jun 21 2023 2:48 PM
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

نورستان

 د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن د دې ولایت په مرکز کې د شیخ ابراهیم لېسې د اداري او تدریسي وضعیت څخه د لیدنې پر مهال له ښوونکو، زده کوونکو او یو شمېر قومي مشرانو سره د پوهنې د ملاتړ په باب خبرې وکړې.
نوموړي د اداري او علمي اسنادونو د ارزونې ترڅنګ د لېسې له ليليې څخه هم ليدنه وکړه، د زده کوونکو ستونزې يې واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.
د یادونې وړ ده چې یاده لیلیه شاوخوا ٤٠٠ زده کوونکي لري.

بلخ

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخیل د صلح مزاري عالي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.

لغمان

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د خصوصي مدارسو له مسئولینو سره د لیدنې پر مهال په نوي تشکیل کې خصوصي مدارسو ته د ځانګړې شوې سهمیې په اړه خبرې وکړې.

میدان وردګ

د حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د سیرت سیالۍ چې څه موده وړاندې د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د اتفاق اله سنګ لېسې د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، په پایله کې فیصل د جنت ګل زوی د ۱۰۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل او د غوره زده کوونکي په صفت وستایل شول.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS