په ارزګان ولایت کې ۱۳ ښوونځي جوړېږي

media-moe
Tue, Jun 06 2023 9:48 AM
یونیسف مؤسسه په ارزګان ولایت کې ۱۳ ښوونځي جوړوي

د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست او د یونیسف مؤسسې د ترسره شوي هوکړه لیک پر اساس، یونیسف مؤسسه په پام کې لري، چې د ارزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ ښوونځي جوړ کړي.
د یادې مؤسسې په وینا؛ په پام کې ده، چې دا ښوونځي په معیاري او اساسي ډول د ټولو امکاناتو په لرلو سره جوړ شي.
د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله کامران آخندزاده د یادې مؤسسې له هڅو او مرستو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دې ودانیو په رغولو سره به د دې ولایت د زرګونو زده کوونکو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
د یادې مؤسسې د مسئولینو په وینا: د دې ښوونځیو د جوړولو چارې به په دې نږدې ورځو کې پیل شي.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS