د زابل ولایت د یو شمېر ښوونځیو حلقوي دیوال جوړېږي

media-moe
Sat, Jun 03 2023 9:46 AM
د زابل ولایت د یو شمېر ښوونځیو حلقوي دیوال جوړېږي

د زابل ولایت د پوهنې ریاست مسئولین وايي: یونیسف مؤسسه په پام کې لري، چې د پوهنې په برخه کې د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل په دغه ولایت کې د ۴۶ ښوونځیو حلقوي دیوال جوړ کړي.

د دې پروژې قرارداد، چې د جوړولو چارې یې ۴۱۴ زره امریکایي ډالره اټکل شوی، د لوی کندهار ساختماني شرکت ته ورکړل شوې دي.

د یاد ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل ولي متقي وويل: د زابل پوهنې ریاست د معیاري او اساسي ښوونځیو له کمښت سره مخامخ دی او اوس هڅه کوي، چې د مرستندویو بنسټونو په راجلبولو سره د پوهنې په برخه کې ښه خدمتونه وړاندې کړي. نوموړی وایي د يادو ښوونځيو شاوخوا نهه زره زده کوونکي په ازاده فضا کې پر زده کړو بوخت دي او د يادې پروژې په بشپړېدو سره به ياده ستونزه تر یو څه حده هواره شي.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS