د لغمان ولایت د ښوونځیو لپاره د۸۹۴ زره ۲۳۶ سوه ټوکه درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه
د لغمان ولايت د پوهنې رياست مسوولین وايي: دغه رياست د لغمان ولايت په مرکز او ولسواليو کې ښوونځيو ته د نويو درسي کتابونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د دوی په وینا؛ د درسي کتابونو د وېش بهیر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې ریاست د مشرتابه او نورو کارکوونکو په ګډون پیل شو.
د یادونې وړ ده، چې په لومړي پړاو کې د ۸۹۴ زره ۲۳۶ سوه ټوکه درسي کتابونو له جملې څخه ۲۹۵ زره ۶۶ سوه ټوکه توزیع شوي او پاتې نور به په راتلونکو ورځو کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې ووېشل شي.
ويل کيږي چې دغه کتابونه د هېواد په دوو ملي ژبو (دري او پښتو) کې چاپ شوي، چې له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې درسي کتابونه په کې شامل دي.
