د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

media-moe
Mon, Jan 09 2023 2:49 PM
سیمینار ارتقای ظرفیت برای شماری کارمندان وزارت معارف دایر گردید

د پوهنې وزارت د احصایې او معلوماتو او د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاستونو د آمرینو، مدیرانو او یو شمېر کارکوونکو لپاره د ورځنیو چارو د لا ښه پېژندنې په موخه شپږ ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
غونډه د قرانکریم د سپیڅلي کلام د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق حاضرینو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې د دغه سیمینار موخه د کارکوونکو د ظرفیتونو د کچې لوړول او پېژندنه ده. کارکوونکو ته یې په خطاب کې وویل، چې خپلې دندې په مسلکي ډول ترسره کړي.
هغه د امانت د اصولو او ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې موږ باید د خپلو شخصي ګټو پر ځای د ملت سترې ګټې په پام کې ونیسو او باید په ځان کې د حضرت یوسف (ع) ځانګړنې پیدا کړو.
ورپسې د پوهنې وزارت د احصایې او معلوماتو رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني د سیمینار ګډونوالو ته وویل: مبارزه په دوه ډوله ده، یوه یې نظامي مبارزه ده، چې په دې لاره کې مو بریا ترلاسه کړه. او بله فکري مبارزه ده چې په دې لاره کې هم اړینه ده ځانونه چمتو کړو، ترڅو مطلوبه بریا ته ورسېږو او په دې برخه کې ستاسو هڅې او کوښښونه خورا اړین دي چې د مسلکي روزنې لپاره دوامداره هڅې وکړئ.
په پاى کې د دغه وزارت د بشري سرچینو د عمومي ريس په استازيتوب طارق ميوند هم د ياد شوي سيمينار په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو يې وغوښتل چې د اوسني سيمينار له محتوا څخه ډېره ګټه پورته کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS