په ګرم سیرو ولایاتو کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو پیل

media-moe
Sat, Jan 07 2023 1:00 PM
0000

د پوهنې وزارت د ښوونیزې لایحې له مخې، هر کال د وري میاشتې په پنځلسمه نېټه د هېواد په ګرم سیرو ولایتونو کې په ټولو ښوونځیو او مدارسو کې څلور نیم میاشتني ازموینې پیلېږي.
د يادې شوې قانون له مخې په ګرمسېرو په ولايتونو کې يادې شوې ازموينې په همدغه نېټه پيل شوې، چې د يادو ولايتونو د پوهنې رياستونو د مسوولینو او د څارنې د غړو له خوا د ټولو ښوونځیو او مدارسو له ازموینو څخه لیدنه وکړه.
ریسانو او د څارنې بورډ مسوولینو د ازموینو له بهیر څخه د کتنې پرمهال له زده کوونکو وغوښتل، ترڅو د ازموینې اصول په پام کې ونیسي او له مسوولینو یې وغوښتل، ترڅو د ازموینو په بهیر کې د روڼتیا اصل ته پاملرنه وکړي.
د یادو ولایتونو د پوهنې د مسوولینو په وینا، د پوهنې له آمرینو، مدیرانو او مسوولینو سره په دې تړاو جلسې نیول شوې وې، چې په دې برخه کې یې هغوی ته لازمې لارښوونې شوې وې دغه مسوولین د خپلو ترتیب شویو پلانونو له مخې غواړي، چې د ازموینو بهیر تر پایه په دوامداره توګه له نږدې وڅاري.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS