له کابل او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د پوهنې وزارت د پلټونکي پلاوی په یوه کاري سفر دغه ولایت ته راغلي او د ننګرهار ولایت د پوهنې له مسوولینو سره یې ناسته وکړه.
د دوی په خبره، دغه پلاوی به په ۹۰ کاري ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او والسوالیو کې د پوهنې ریاست ټولې ادارې او څانګي وڅېړي.
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دغه ولایت کامدیش والسوالۍ ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د صادق العلوم له مدرسې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د دغه ديني مدرسې د ستونزو د يادولو په ترڅ کې له مدير او ښوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د دغه هېواد د ماشومانو د سالمې روزنې او اسلامي زده کړو په برخه کې زياتې هلې ځلې وکړي.
کندهار:
د OCCD موسسې او د کندهار د دامان والسوالۍ د پوهني آمریت ګډ پلاوي په دې والسوالۍ کې د يو شمېر سیمه ییزو ښوونيزو ټولګيو څخه څارنه وکړه او د يادو ټولګيو له ښوونکو څخه يې وغوښتل چي په پوره ایماندارۍ سره د هيواد بچيانو ته زده کړي ورکړي.
کابل:
د کابل ولایت د کلکان والسوالۍ د پوهنې آمر محبوب الرحمن رحماني د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې آمریت کارکوونکو د دې والسوالۍ مشرتابه او امنیتي مسوولینو په کې ګډون کړی و، د مدارسو او ښوونځیو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. او ګډونوالو په دې غونډه کې د بېلابیلو موضوعاتو په باب خبرې وکړې.
کابل:
د کابل ولايت د ميربچه کوټ والسوالۍ د پوهنې د څارنې آمر مولانا محمد عيسى احمدي وايي: د غازي ميربچه خان د نمبر اول لېسې او د ګذر د هلکانو لېسې د دولسمو ټولګيو د پایلو جدولونه د میربچه کوټ د پوهنې د څارنې د غړو له خوا وکتل شوې.
