د لغمان له پوهنې ریاست څخه لنډ خبرونه
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي: د یونیسف موسسې او د ابرار سیمه ییز دفتر په مالي او اداري مرسته یې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار او همدارنګه د الینګار او الیشنګ والسوالیو د ښوونځیو د شوراګانو د ۱۰۰ غړو لپاره درې ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ شو.
په ياد شوي سيمينار کې د ښوونځيو د رسمي اسنادو او نورو اداري کارونو د پلي کولو څرنګوالی او د شوراګانو د غونډو د ترسره کولو څرنګوالی وښودل شو.
په یوه بل خبر کې:
د لغمان ولایت د بادپښ والسوالۍ د پوهنې آمر مولوي طالب الرحمن ندیم د دغه ولایت د چنار په کلي کې د حقانیې مدرسې څخه لیدنه وکړه او د درسي خونو د نشتوالي د ستونزو د حل په موخه یې له مسوولینو سره خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د دغه دیني عالمانو ستونزې به د لغمان د پوهنې له مشرتابه سره شریکې کړي.
بل خبر:
د لغمان ولایت د ښار د پوهنې آمریت مسوولینو د مرکزي ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو د صورت او سیرت او د ښوونځیو د حاضري د قوانیو د بیا کتنې لپاره د درې کسیز پلاوي د ټاکلو په اړه د مرکزي ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره خبرې وکړې .
د نورو خبرونو له مخې:
د لغمان د پوهنې ریاست د انسجام او همغږۍ آمر عبدالرحمن رحیمي په مشرۍ د دغه ولایت د پوهنې ریاست او د نورو ادارو د مسوولینو په ګډون د همغږۍ غونډه جوړه شوه. چې په دې غونډه کې له یو او بل سره د ادارو پر مرستو او نورو اړینو موضوعاتو خبرې وشوې.
