مولوي عبدالله امیني د هرات ولایت د پوهنې د نوي رئیس په توګه معرفي شو
د پوهنې وزارت د وړاندیز او د ریس الوزراء د منظورۍ پر اساس مولوي عبدالله امیني د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین د معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وپېژندل شو په دې مراسمو کې د هرات ولایت مرستیال، د هرات پوهنتون رئیس، د استخباراتو رئیس، د هرات د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي او کارکوونکو، مخورو علماوو، د ښار او ولسوالیو د پوهنې مسوولینو، علمي او فرهنګي شخصیتونو ګډون درلود.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین په حکومتي ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل اصل وباله او د هرات د پوهنې د پخواني رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب کارونه یې وستایل او له هغه څخه یې مننه وکړه.
د پوهنې وزارت معین د هرات د پوهنې رییس ته د نوې دندې مبارکي وویله او د لا بریالیتوب هیله یې ورته وکړه.
