پکتیکا ولایت ته د پوهنې وزارت د سواد زده کړو د رئیس سفر
د پوهنې وزارت د سواد زده کړې رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري د اساسي او ثانوي زده کړو او د ښوونکو د مسلکي ودي له استازو سره یو ځای د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل پکتیکا ولایت ته ورسېدل.
لومړی د پوهنې وزارت د سواد زده کړې رئیس د دغه ولایت د پوهنې له ریس او مشرتابه سره وکتل او د دغه ولایت د سواد زده کړې د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د ښوونځیو د څارنې پر پلانونو، د سواد زده کړې پر بنسټونو، سیمه ییزو او چټکو ښوونیزو ټولګیو څخه د څارنې د پلانونو په اړه مفصلې خبرې وشوې.
د پلاوي په وینا د څېړنو پایلې به د دغه سفر له پای ته رسېدو وروسته د دغه وزارت له مشرتابه سره شریکې شي.
ټاکل شوې چې دغه ارزونې د يادو شويو ښوونيزو بنسټونو د هغه ولايت د پوهنې رياست د رئيسانو او سرپرستانو په شتون کې ترسره شي.
