په ولایتونو کې د پوهنې خبرونه

media-moe
Wed, Nov 02 2022 10:14 AM
چندخبرمختصر از کارکردهای معارف ولایات

فراه:
د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالبصير سعيدي له تعلیم القران، حشره مبشره او د فاروقیې مدرسو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د يادو مدرسو د راجستریدو د موضوع تر څنګ د مسوولينو ستونزې او وړانديزونه یې هم واورېدل.
 هرات:
د هرات ولايت د پوهنې ريس مولوي شهاب الدين ثاقب او ورسره مل پلاوي د پول رنګينه د هلکانو له لېسې څخه ليدنه وکړه او د اداري او تدريسي چارو د لا ښه والي په موخه يې مسوولينو او ښوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه:
 د دغه ولایت د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر مولوي عبدالجلیل مزمل له خپل کاري ټیم سره د بازنګی عطا له لېسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال استاد خان اغا هارون د دغه ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د حسن شهید عالي لېسې، تنګي خېلو لومړني ښوونځي، نسوان راه سنګ او عبدالقادر فاروقي له دارالحفاظ څخه لیدنه وکړه.
جوزجان:
د جوزجان پوهنې ریاست د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځله.
د دغه ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمر مولوي احمدشاه مولوي زاده د لاس مينځلو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت پيغام ولوست او د اسلام له نظره يې د پاکوالي په اړه خبرې وکړې.
بدخشان:
دبدخشان ولايت د پوهنې ريس مولوي محراب الدين اقبال په يوه کاري غونډه کې له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې دخپلو دندو په اجرا کولو کې دې صداقت او ایماندارۍ په پام کې ونیسي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS