د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د بشري سرچینو د لوی ریاست له مسئولینو او کارمندانو سره ګډه ناسته تر سره کړه 

media-moe
Sat, Sep 10 2022 9:34 AM
;lkjh

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست  مسئولینو د یاد وزارت د بشري سرچینو ، استخدام او تشکیل ریاستونو له رئیسانو، آمرینو،  مدیرانو او کارمندانو سره مشترکه غونډه دایره کړه.
په یاده غونډه کې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس مولوي عبدالحی حازم د غونډې حاضرینو ته تفصیلي وینا وکړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې هغوی ته د تقواد اختیارولو، له رشوت، اختلاس او اداري فساد څخه د ځان ساتلو او د شرعي اصولو او مقرراتو ته د بشپړ التزام سپارښتنې وکړې.نوموړي د غونډې ګډون وال  دې ته  وهڅول ترڅو د خپلو دندو په اجراءکولو کې رښتیني، هڅاند او فعال واوسي. هره ورځ په منظم ډول خپلو دندو ته حاضر شي، له مراجعینو او کارمندانو سره غوره سلوک او د بیت المال له اجناسو سره پوره احتیاط وکړي. خپل شخصیت او تشخص ته پوره پاملرنه ولري.  د کارمندانو په تقرر  او ګمارنه کې د هغوی تعهد او تخصص یا امانت او وړتیا په نظر کې ونیسي.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS