په لوګر ولایت کې له يتيمو او بېوزلو زده کوونکو سره مرسته وشوه.
په لوګر ولایت کې د يو شمېر ديني مدرسو او دارالأيتامونو له (۱۵۰) یتیمو او بېوزلو طالب العلمانو سره د درسي توکو،خولیو، کورتیو،بوټانو او جورابو مرسته وشوه.
دا مرسته د اومه په نوم یوه خیریه بنسټ له خوا د نوموړو يتيمانو د لاسنيوي په موخه کړې ده.
د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز، د اومه خيريه بنسټ له دې مرستې د مننې تر څنګ په راتلونکي کې د پاتې ديني مدرسو او دارلأيتامونو له يتيمو او بېوزلو طالب العلمانو سره د ورته مرستې د دوام غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ياد خيريه بنسټ، په لوګر کې تر دې وړاندې هم د ۳ دارالأيتامونو له ۱۳۶ يتيمو او بېوزلو طالب العلمانو سره ورته مرسته کړې ده.
