د ترکیې هیواد د سرې میاشتې ټولنې له پوهنې وزارت سره د ماشومانو د لوبو د وسایلو مرسته وکړه

media-moe
Thu, Feb 24 2022 4:18 PM
د ترکیې هیواد  د سرې میاشتې ټولنې له پوهنې وزارت سره  د ماشومانو د لوبو د وسایلو مرسته وکړه

د  ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له پوهنې وزارت سره د زده کوونکو ماشومانو  د لوبو د وسایلو مرسته وکړه. هغه مراسم چې په همدې مناسبت د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو،  پکې په افغانستان کې د ترکیې سفارت د تعلیمي چارو مشاور ښاغلي جنګیز، د ترکیې د معارف بنسټ  مشاور ښاغلي خلیل الله رسولي، د ترکیې د معارف بنسټ د اداري چارو هماهنګ کوونکي ښاغلي مراد کوجي، د ترکیې د سرې میاشتې د ټولنې رئیس ښاغلي ادم کاراکایا،  د ترکیې د سرې میاشتې د ټولنې کارمند ښاغلي ضیاء ، د ترکیې د معارف بنسټ غړي ښاغلي صهیب غفاري او د پوهنې وزارت په استازیتوب پکې د یاد وزارت د کیفیت د تضمین معینیت سرپرست معین او د دفتر عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق صاحب، د نړیوالو اړیکو او تمویل کوونکو رئیس محترم استاد وحیدالله هاشمي، دخدماتو رئیس  محترم استاد حبیب الله خالد او د نشراتو او عامه اړیکو رئیس عزیزاحمد ریان برخه درلوده.
غونډه د خدماتو ریاست دکارکوونکي محترم قاري مجیب الله  له لوري د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه . وروسته د ترکیې سفارت تعلیمي مشاور ښاغلي جنګیز وینا وکړه او په خپله وینا کې یې  وویل چې  افغانستان او ترکیه  یو د بل دوست  هیوادونه دي او  یو له بل سره زیات مشترکات لري. نوموړي زیاته کړه، چې د ترکیې هیواد  په افغانستان کې د زده کوونکو د ظرفیت د لوړوالي  په برخه کې کار کوي. د نوموړي په وینا، د لوبو وسایل مو ددې لپاره افغانستان ته راوړي دي،  ترڅو افغان زده کوونکو ته یو سالم تفریحي چاپیریال برابر کړو. 
وروسته د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صاحب وینا وکړه. نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې ترکیه د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو دوست هیواد پاتې شویدی، دا چې دوی زمونږ له زده کوونکو سره مرستې کوي، مونږ یې تقدیراو مننه کوو. نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت د ترکیې دوست هیواد هر ډول مادي او معنوي مرستو ته د قدر په سترګه ګوري.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS