د  پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو او نیز مجلس دائر شو

media-moe
Wed, Feb 02 2022 9:51 AM
د  پوهنې  وزارت  د  مرکزي رئیسانو   او نیز  مجلس  دائر  شو

د سه شنبې په ورځ (۲۹/۶/۱۴۴۳هـ ق-۱۲/۱۰/۱۴۰۰ هـ ش ) له غرمې وروسته د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې د  یاد وزارت  د سرپرست وزیر شیخ القرآن و الحدیث  الحاج مولوي  نورالله «منیر»  صاحب په مشري  د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو  اونیز مجلس  دائر شو .
یاد مجلس چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، د یاد وزارت په مرکزي رئیسانو برسیره معینانو هم پکې برخه درلوده   او  د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه پکې  مفصل بحثونه او پرېکړې وشوې .
په  یاد مجلس کې پریکړه وشوه، چې کوم زده کوونکي چې له دولسم ټولګي څخه فارغېږي او بیا د شرعیاتو پوهنځي ته د کانکور ازموینې له لارې جذب کېږي، د هغوی علمي سویه ټیټه وي او د شرعیاتو پوهنځي د مضامینو علمي سطحه لوړه وي، نو ځکه  د یادې پوهنځۍ زده کوونکي له زیاتو مشکلاتو سره مخ وي، ددې ستونزې د حل لپاره د یاد وزارت  د ښوونې او روزنې معینیت د معین الحاج مولوي سخاء الله«سعید» صاحب  په مشري یو هیئت وټاکل شو، ترڅو د لوړو زده کړو له وزارت سره په تفاهم او همږغي یادې ستونزې ته د حل یوه لاره پیدا کړای شي. 
همدارنګه پریکړه وشوه  چې د دیني مدارسو د نصاب د تجدید نظر لپاره دې داسلامي امارت له مقام څخه هدایت وغوښتل شي.
 د دارالعلومونو د نصاب د کره کتنې لپاره د نصاب او مسلکي انکشاف لوی ریاست د رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده صاحب په مشري یو هیئت وټاکل شو، ترڅو په یاد نصاب باندې کره کتنه ترسره کړي.
د یاد وزارت  د سرچینو او ادارې معینیت ته دنده وسپارل شوه،  ترڅو د  ښوونځیو لپاره د کرایې په بدل کې د نیول شویو  ښوونځیو د کرایې ستونزه حل کړي.
همدارنګه د سرچینو او ادارې معینیت د معین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي سعیداحمد شهیدخیل صاحب تر مشري لاندې یو ځانګړی هیئت وټاکل شو، ترڅو د ریاست الوزراء دمحترم مقام له اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي صاحب سره وګوري او د پوهنې وزارت د  کارمندانو د امتیازي او NTA معاشاتو د سهمیې د لوړوالي په هکله ورسره خبرې وکړې .
برسیره پر دې د پوهنې وزارت د نصاب او خصوصي ښوونځیو ریاستونو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د ښوونځیو د د درسي پلان او تقویتي مضامینو لپاره یوه طرحه ترتیب او د وزارت محترم مقام ته یې وسپاري .
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .
ترتیب کوونکی: عزیزاحمد«ریان» د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست رئیس .

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS