لوګر ولایت کې د پوهنې ریاست یو شمېر کارکوونکو ته د کرونا وایروس واکسین ولګول شو
پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست (۵۰ ) تنو کارکوونکو ته، له کرونا وایروس څخه د ژغورنې په موخه د یادې ناروغۍ واکسین ولګول شو.
د واکسین لګولو بهیر د عامې روغتیا ریاست لخوا د یاد ولایت د پوهنې ریاست کې پیل شو چې یوه میاشت به دوام وکړي.
هیره دې نه وي چې یاد واکسین د هند حکومت له لوري مرسته شوی چې د پوهنې ریاست ( ۴۳۶۷ ) کارکوونکو او ښوونکو ته به ولګول شي.
