د زده کوونکو د ترانو ويلو اړوند، د کابل ښار د پوهنې د رييس د مکتوب په هکله د پوهنې وزارت اعلامیه

media-moe
Sat, Mar 13 2021 3:35 AM

د پوهنې وزارت رهبري په فرهنګي، هنري او ورزشي برنامو کې د ټولو نجونو او هلکانو زده کوونکو د ګډون حق ته ژمن دی. دغه وزارت دا هوډ نه لري، چې د زده کوونکو قانوني او تعلیمي حقوق محدود کړي.

هغه مکتوب چې په دې وروستیو کې د کابل ښار د پوهنې رييس لخوا صادر شوی، د پوهنې وزارت د موقف او پالیسۍ څرګندوی نه دی. د پوهنې وزارت د دغه موضوع څېړنه کوي او د پروسې تر بشپړې ارزونې وروسته به، پايلې له ګرانو هېوادوالو سره شریکې کړي. د اړتیا په صورت کې به د پوهنې وزارت انظباطي لارې چارې هم وکاروي.

د پوهنې وزارت په کلکه له هغه فعالیتونو ملاتړ کوي، چې زده کوونکو ته په ټولنیزو ډلو کې لکه د ترانې ویلو، څارندوی او ورزشي فعالیتونو لپاره دګډون فرصتونه رامنځته کوي. وزارت په دې برخه کې د ټولو زده کوونکو رضاکارانه ګډون هڅوي او له نصاب نه بهر برنامو کې يې پر ګډون ویاړي.

د دې تر څنګ دا د پوهنې وزارت دنده ده چې د ښوونځيو له مديريت څخه، چې د زده کوونکو داوطلبانه ګډون لپاره مسؤولیت لري، ډاډ تر لاسه کړي او مخکې له مخکې داسې اقدامات وکړي چې په ښوونځيو کې د هلکانو او نجونو له زده کوونکو د ناسمې ګټه اخیستنې خطرات را کم کړي.

د پوهنې وزارت د يوې عامه سکتوري ادارې په توګه، د ټول هېواد زده کوونکو ته د باکیفیته تعلیمي خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکوي او په دې تکل کې دی چې د ټولو هېوادوالو او بین المللي همکارانو ملاتړ په دې موخه ترلاسه کړي، چې زده کوونکي یو ډاډمن د زده کړې محیط ته لاسرسی ولري، تر څو زده کوونکي له خپلو ټولو وړتیاوو ګټه پورته کړای شي.

په پای کې د پوهنې وزارت له ټولو هېوادوالو هيله کوي، چې پر هغه معلوماتو اتکا وکړي چې د وزارت لخوا يې پخلی شوی وي او د پوښتنو په صورت کې له وزارت سره اړيکي ونیسي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS