پکتیکا کې د ۱۳۹۹ کال کلنۍ ازمویني بهیر پیل شو
د پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د ۱۳۹۹ ښوونیز کال کلنۍ آزمویني پیل شوې.
د پکتیکا ولایت د پوهني رییس محراب الدین شفق او تدریسي مرستیال ښاغلي صالح محمد ظفر د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د علي بابا عالې ليسې د زده کوونکو د آزموینې له بهیر نه د څارنې ترڅنګ، زده کوونکو ته د آزموینې د ټولو اصولو په اړه معلومات ورکړل او له دوی نه یې وغوښتل چې د آزمویني لپاره ښه چمتووالی ولري، تر څو له یوه ټولګي نه بل ټولګي ته په ښه نمرو بریالي شي.
د یادولو وړ ده چې د پوهني وزارت په لارښوونه د کب میاشتې په لسمه نیټه د هیواد په ټولو سړو سیمو کې د ۱۳۹۹کال کلنۍ ازموینې پیل شوي او د کب میاشتې تر ۲۵ به دوام مومي.
