د ښوونکو د ظرفیت لوړونې سیمینار ارزونه

media-moe
Mon, Mar 01 2021 11:26 AM
د ښوونکو د ظرفیت لوړونې سیمینار ارزونه

پوهنې وزارت،کابل: د ریاضي او ساینسي مضامینو ښوونکو ته زده کړیز سیمینار چې د دلوې په ۱۷ نیټې پیل شوی وه پای ته ورسېد.

په دې ۲۲ ورځني سیمینار کې د کابل ښار او ولسوالیو ۱۰۰ تنو ښوونکو ګډون کړی و.

یاد سیمینار د افغان-استراليا د پرمختيايي او بيارغونې موسسې په مالي او تخنيکي مرسته داير شو او د سيمينار ګډون والو وکولاى شول چې په ياده شوې موده کې د ساينس او تعليمي ټکنالوژۍ د ښوونکو له تجربو او علمي لاسته راوړنو څخه د درسي ميتودنو او د لابراتواري توکيو د کارونې په برخه کې ګټه واخلي.

د ساينس او تعليمي ټکنالوژۍ مرکز عمومي رييس پوهندوى سيد اصغر حيدري د زده کوونکو د زده کړې په برخه کې د ياد مرکز د تجربو د عملي کولو پر اهميت خبرې وکړې او د سيمينار له ګډون والو يې وغوښتل چې خپله پوهه او تجربې له زده کوونکو سره شريکې کړي.

او همدارنګه يې د افغان-استراليا له پرمختيايي او بيا رغونې موسسې څخه مننه وکړه.

د محفل په پاى کې ښوونکو او د سيمينار ګډون والو ته له سيمينار څخه د فارغيدو تصديق پاڼې وويشل شوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS