دکابل په ښار کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار د پنځلسمي تعلیمي حوزي اړوند د خواجه بغرا دوهم نمبر ښوونځي لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دي مراسمو کې د کابل ښار د پوهنې رییس ډاکتر احمد ضمیر ګوارا، د اووسف موسسې مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د یاد ښوونځي ودانۍ د Visions for Children and BMZ موسسي په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۲۰۰ پایی مېز او څوکۍ، د اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیستم ۱۶ پایی کمپیوتره، یو پایه پرنتر، تلویزیون، ۸ پایي الماري او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوي لري، چې په جوړیدو سره یي، د یادې ښوونځي د زده کونکو لپاره لازمي تعلیمي اسانتیاوې برابرې شوې.
په کابل ښار پوهنې رییس ډاکټر احمد ضمیر ګوارا د نوې ودانۍ د جوړولو لپاره د یاد خیریه بنسټ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د نورو ښوونځیو ستونزې به د وزارت مشرتابه په همغږۍ او د اړوندو څانګو سره په همکارۍ حل کړي.
