افغان ستور پوهنې بنسټ د پکتيا پوهنې ریاست ته (۳۰) تليسکوپونه ډالۍ کړل

media-moe
Tue, Oct 13 2020 11:03 AM
 افغان ستور پوهنې بنسټ د پکتيا پوهنې ریاست ته (۳۰) تليسکوپونه ډالۍ کړل

د پوهنې وزارت_پکتیا: د "افغان ستورپوهنې علمي ټولنې" په تېرو پنځلس ورځو کې د پکتیا په مختلفو ښوونځیو کې د زده کوونکو تر منځ د ستورپوهنې په برخه کې د مقالو لیکلو سیالۍ ترسره کړې چې د دغه سیالیو په نتیجه کې بریالیو لېسو ته انعکاسي تلسکوپونه او د ستورپوهنې سل جلده کتابونه ورکړل شول.

په همدې موخه جوړه شوي غونډه کې چې د ګردیز ښار د ښاروالۍ په تالار کې جوړ شوي وه د پکتیا والي محمدحلیم فدایی، پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي، قومي مشرانو، د لېسو امرینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی ؤ.

پکتيا والي محمد حليم فدایي په پيل کې د سپين غر بنسټ له نيک احساس څخه مننه وکړه او د دوی کړنې یې وستایلې، ښاغلي فدایي د زده کوونکو د عصري او ديني زده کړو تر څنګ د دوی په فکر جوړونې، د وخت په ارزښت او په ځينو نورو مسايلو خبرې وکړې او زده کوونکي یې د عصري زده کړو او ښوونکي یې معياري تدریس ته وهڅول، ښاغلي فدایي زياته کړه، چې ټول ښځينه او نارينه زده کوونکي بايد د علم او پوهې تر څنګ لوړ او د هيواد جوړونې فکر هم زده کړي.

پوهنې رئیس، له افغان ستورپېژندنې علمي ټولنې مننه وکړه چې د پکتیا زده کوونکو لپاره یې دا ډول ګټور پروګرام برابر کړی ؤ او د دغه پروګرام د دوام غوښتنه یې وکړه.

پوهنې رییس کوچي ځاځي په خبرو کې وویل دا ډول پروګرام د زده کوونکو د هڅونې ترڅنګ د دوی استعدادونه هم پیاوړي کوي. ښاغلي ځاځي له زده کوونکو وغوښتل چې له دې موادو ښه استفاده وکړي او د خپل ژوند د بدلون پیلامه یې وګرځوي.

همدارنګه د افغان ستورپېژندنې علمي ټولنې مشر فهیم سپین غر د مراسمو ګډون والو ته د یادو سیالیو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې، د پکتیا په مرکز او د ولسوالیو په ۴۰ ښوونځیو کې مونږ دغه سیالۍ ترسره کړې چې له جملې ۳۰ ښوونځي د سیالیو ګټونکي شول، ده وویل دغه ښوونځیو ته موږ یوه پایه انعکاسي تلسکوپ او سل جلده د ستورپېژندنې کتابونه د جایزې په توګه ورکوو. ښاغلي سپین غر وویل، له دې سیالیو یې هدف د زده کوونکو ترمنځ د ساینسي مناظرو، علمي تجربو ته هڅول او په ټولنه کې د ساینس فرهنګ ته کار کول دي. بریالیو زده کوونکو په خپلو مقالو کې خوښي ښوده او دا یې د مهارتونو د زیاتولو لپاره غوره ګام یاد کړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS