د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کابینې د ۲۰مې غونډې د پریکړې په اساس د پوهنې وزارت له ټولو کارکوونکو څخه چې تر دې دمه یي بریښنایي پیژندپاڼې نه دې ترلاسه کړې، غوښتنه کیږي چې د احصایي او معلوماتو ملي ادارې آنلاین فورم nid.nsia.gov.af په دوه ورځو کې ډک کړي او د PDF فورم له ځان سره ولري.
د بایومټریک او د بریښنایي پیژندپاڼو د توزیع پروسه به وروسته د احصایي او معلوماتو ملي ادارې لخوا په رسمی ډول پیل شي.
د اړونده فورمو د ډکولو لارښود له لاندې لینک څخه ترلاسه کولی شئ: https://www.youtube.com/watch?v=uZ5DPvzxexM
د نورو معلوماتو لپاره په پوهنې وزارت کې د بریښنایی تذکرو د ویش د پلان د پلي کولو مسوول سره اړیکه ونیسئ.
د اړیکې شمیره: ۰۷۸۲۳۰۰۰۸۹
بریښنالیک: mohammadomid.momen@gmail.com
