د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د مصر له سفیر سره وکتل

media-moe
Wed, Aug 26 2020 9:09 PM
د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د مصر له سفیر سره وکتل

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د پوهنې په وزارت کې د مصر له سفیر شهرزاده هیرجی سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په یو شمیر مسایلو لکه ښوونځیو ته پراختیا ورکول، د کتابونو چمتو کول، د ښوونې او روزنې په بهیر کې د کوید ١٩ ویروس منفي تاثیرات او د پوهنې زده کړو پر تقویت او ظرفیت جوړونې بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي شهرزاده هیرجی زیاته کړه: که څه هم د کوید ١٩ ویروس د دوی پر فعالیتونو منفي اثر کړی او د دوی ځینې برنامې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي خو د دغه ننګونو په ختمیدو سره به د تیر په شان دخپلو نویو برنامو او د پوهنې وزارت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د ښوونې او زوزنې په برخه کې د پوهنې وزارت تر څنګ ولاړ وي.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د دې هیواد له همکارۍ څخه په ځانګړي توګه د پوهنې په برخه کې مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې کیفیت او معیاري زده کړو ته د خلکو لاسرسي د پوهنې وزارت اصلي هدف دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS