د پوهنې وزارت له لوري لغمان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځيو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
پوهنې وزارت- کابل: په لغمان ولایت کې د ۴۱ امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴ بابه ښوونځيو د بنسټ ډبره د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او ورسره مل پلاوو په شتون کې کیښودل شوه.
دا پرمختګ لغمان ولایت ته د پوهنې وزارت مشرتابه په یوه ورځني سفر کې تر سره شو.
پوهنې وزیر د بنسټ ډبرې کیښودو په پروګرام کې وویل چې د ۴ بابه ښوونځيو له جملي څخه ۳ ښوونځي ۶ ټولګي او ۲ اداري خونې او یو ښوونځۍ ۸ ټولګي او ۲ اداري خونې لري.
پوهنې وزیر د افغانستان لپاره د سویډن کیمټې او UNHCR څخه چې د یادو ښوونځيو مالي ملاتړ یې کړۍ مننه وکړه او د ښوونې او روزنې په برخه کې د نړیوالو همکارانو د ډیر ملاتړ غوښتونکۍ شو.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر په ټول افغانستان کې د یوه معیاري ښوونې او روزنې جوړلو په لاره کې ولایتونو ته سفر کوي او له نژدې د ښوونې او روزنې حالت څیړې.
