پوهنې وزارت او بیات بنسټ ګډې همکارۍ پیلوي
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بیات بنسټ له استازې عاطفه حسني سره د لیدنې په ترڅ کې، د ښوونې او روزنې په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب تر سره شوه، ډاکتر بلخي د بیات بنسټ سره د نویو همکاریو له پیل څخه خوښي وښوده او د افغانستان ماشومانو ښوونې او روزنې لپاره د کورنیو او بهرنیو موسسو د ډیرې پاملرنې غوښتونکۍ شو.
د بیات بنسټ استازې عاطفه حسني د ښوونې او روزنې سره د همکاریو لپاره چمتوالۍ وښود او د ښوونې روزنې په برخه کې یې د بیات بنسټ پروګرامونه تشریح کړل.
