د پوهنې وزارت خبرتیا
پوهنې وزارت_کابل: د روڼتیا ټیکاو او د مالي فساد مخنیوي په موخه، ټولې مادي مرستې چې د ډونرانو، مرسته کوونکو شخصیتونو او ملي سوداګرو له لوري له ښوونځيو سره کیږي د ښوونځيو شوراګانو له لوري دې ټولې او په مصرف ورسیږي، ترڅو له یوې خوا د فساد مخه ونیول شي او له بل لوري یادې مرستې دې د ښوونځيو د کمښتونو او اړتیاوو لپاره ولګول شي.
د ښوونیز نظارت او داخلي تفتیش ریاستونو ته لارښوونه کیږي ترڅو د ولسي مرستو د مصرف له څرنګوالي څخه دې څارنه او تفتیش وکړي.
