د مشرانو جرګې پلاوي د لغمان ولایت د پوهنې له رئيس سره وکتل

media-moe
Thu, Nov 21 2019 10:12 AM
د مشرانو جرګې پلاوي د لغمان ولایت د پوهنې له رئيس سره وکتل

د پوهنې وزارت_لغمان: د مشرانو جرګې غړو هر یو عبداللطیف نهضت یار، میرحاتم تره خیل، محمداجان منګل، اغلې ګلمرۍ لغمانۍ او میناشیرزاد د لغمان ولایت د پوهنې رئيس عبدالله حميدي سره وکتل ، راغلي پلاوې خپلې موخې پوهنې رییس سره شریکې کړې چې دپوهنې رییس عبدالله حمیدي له لوري ورته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنې ریاست کاري فعالیتونو،پرمختګونو ،ننګونو او ستونزو یې رڼا واچوله ، د تشکیل کموالی ، د مسلکي ښوونکو ګمارل ، د کتابونو کمښت او د زده کوونکو لپاره د خوندي چاپيريال کمبود په هکله يې له راغلي پلاوي سره خبرې وکړې .
همداراز د اسلامي زده کړو آمر حیات الله فرقاني د دارالعلوم دیارلسم ټولګي نجونو څانګې لپاره د بدیل اعاشې او دیني مدارسولپاره دیني کتابونو دکمبود ستونزه شريکه شوه چې دسناتورانو له لوري ټولې ستونزې واوريدل شوې او ښاغلو سناتورانو ديادو ستونزو دحلولو لپاره ډاډ ورکړ .
ژمنه يې وکړه چې ټولې ستونزې به د کابينې وزيرانو ته پر مخ ږدي ، تعقيبوي به يې ترڅو د ياد رياست ستونزې هوارې شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS