په زابل کې د نجونو د روغتیا ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
Sun, Nov 03 2019 3:05 PM
په زابل کې د نجونو د روغتیا ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د پوهنې ریاست لخوا د نجونو د روغتیا ساتنې نړیواله ورځ د کلات ښار د چهل دختران په لېسه کې د یو لړ مراسمو په ترځ کې په داسي حال کې چې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال د یادې لېسې مدیرې ښوونکو اوزده کوونکو برخه درلوده ولمانځل شوه.
د غونډې په پیل کې د چهل ختران د لېسې مدیرې اغلې تورپیکۍ په خپلو خبرو کې وویل چې موږ ته لازمه ده خپلې حفظ الصحې ته پام وکړو او په دې سره به مو خپله او د نورو روغتیا تضمین کړې وي هغې له زده کوونکو و غوښتل هیله مې داده چې په ګډه تل خپلو چارو او روغتیا ته پام وکړو.
همدا راز د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال روزي محمد صدیقي له نجونو زده کوونکو وغوښتل ترڅو د ښې روغتیا لپاره دي خپل ځان او چاپیریال پاک وساتي ترڅو له یو شمېر ساري ناروغیو څخه په امان شي هغه وویل روغتیا کولای شي چې زموږ او ستاسو پر ورځني درس ښه تاثیر وکړي نو ځکه اړینه ده چې باید موږ خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS