"د املاکو او ځمکو په برخه کې د پوهنې وزارت لاسته راوړنې"
د پوهنې وزارت ۴۷۲۰ جریبه ځمکه له غاصبینو څخه بیرته واخیستل شوه.
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت جدي کړنو پر اساس د غصب شویو املاکو او ځمکو بیرته اخیستلو په برخه کې، پوهنې وزارت ۴۷۲۰ جریبه ځمکه د تیرو دوه کلونو په ترڅ کې د غاصبینو څخه بیرته وګرځول شوه.
د پوهنې وزارت د خبرپاڼې پر اساس، د ۱۳۹۷ کال په ترڅ کې د کابل په ښار او ولایت کې د پوهنې وزارت ۲۳ بابه جایداد چې ۴۳۷۹ جریبه ځمکه وه او په ۱۳۹۸ کال کې په ۷ ولایتونو کې د پوهنې وزارت ۸ بابه جایداد چې ۳۴۱ جریبه ځمکه کیدله د غاصبینو څخه بیرته واخیستل شوه.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزارت په ۹۷ او ۹۸ کال کې د خلکو له لوري څخه د هدیه شویو ځمکو په اخیستلو او د جمهور رئیس حکم په اساس د ۶۰۰۰ بابه ښوونځيو جوړولو لپاره مو د ځمکو په تیارولو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې چې د ځواب ویلو لپاره مو د پوهنې وزارت خبر رسونې رسمي سرچینو څخه ټولو خلکو ته په دې برخه کې یو شفافه راپور وړاندې کړ.
