د لوګر د دوو نمونوي ښوونځیو آمران د غوره کړنو له امله وستایل شول

media-moe
Wed, Sep 25 2019 1:35 PM
د لوګر د دوو نمونوي ښوونځیو آمران د غوره کړنو له امله وستایل شول

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د دوو نمونوي ښوونځیو آمران د ولسمشر په لارښوونه د غوره کړنو د ترسره کولو له امله په ستاینلیکونو وستایل شول.
د نوموړو آمرانو د ستایلو په غونډه کې والي الحاج محمد انور اسحاق زي، د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي،د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د پوهنتون رئیس پوهنمل عبدالناصر ستانکزی،امنیتي چارواکو، د ځوانانو دفتر استازی روز الدین میوند، یو شمېر قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
په ستایل شویو کې د حضرت عمر فاروق(رض) د هلکانو لېسې آمر لطف الله ستانکزی او د بي بي آمنې د نجونو لېسې آمره نفیسه بها شامل دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوموړو ښوونځیو آمران د نمونوي ښوونځیو د پېژندل کېدو او دغه راز د غوره کړنو د ترسره کولو له امله په ستاینلیکونو او بخششي معاشونو ستایلي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د نوموړو آمرانو د ستاینې په مراسمو کې وویل، د غوره کړنو له کبله چې تاسو کړي زه پر تاسو ویاړم.
د پوهنې رئیس ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به د ښوونکو د ستاینې لړۍ جاري ساتي او د نورو ښوونځیو آمران او ښوونکي به هم وستایي.
ها خوا د لوګر والي الحاج محمد انور اسحاق په خپلو خبرو کې د ولسمشر له خوا د ښوونځیو د آمرانو د هڅونې او ستاینې لړۍ وستایه.
والي یادې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال پر ټولو ښوونکو غږوکړ، چې په ټولنه کې د تعلیم او تربیه د ودې لپاره جدي کار وکړي.
له بل لوري د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي په خپلو خبرو کې د ولسمشر له خوا دغه پیل شوی حرکت ګتور وباله او په خبره یې له دې سره به نور ښوونکي هم وهڅول شي.
د غونډې په پای کې د حضرت عمر فاروق(رض) د هلکانو لېسې د ترانې ټیم زده کوونکو د هېواد او د ستایل شویو آمرانو په ویاړ د هېواد ترانه وویله، چې د والي له خوا په نغدي جایزو ونازول شول.
د یادونې وړده، د لوګر د ښوونځیو یو شمېر آمران، سرښوونکي او ښوونکي له دې مخکې هم د ولسمشر له خوا په عالي دولتي مډالونو او امتیازي تقدیرنامو ستایل شوي دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS