په زابل كې د كانكور آزموينو لپاره د تياري كورسونه پيل شول
پوهنې وزارت _ زابل: د زابل ولايت د مركز اړوند شامردان عالي لیسه کې دولسم ټولګیو فارغینو ته د كانكور لارښوونو كورس پيل شو.
د كانكور دغه كورس د زابل ولایت د پوهنې ریاست له لوري پيل شوي دي موخه يې د كانكور ازموينو ته د دوولسمو ټولګيو د فارغانو چمتو كول دي.
د پوهنې رياست تدريسي مرستيال روزي محمد صديقي د دې کورس ګډون والو ته وویل : چې موږ ژمن يو تاسو ته په بيلابيلو برخو کې درسي اسانتياوې رامنځته ته کړو، او هيله لرم چې دې کورس ته پر ټاکلي وخت راشئ ګډون وکړئ او له هغه مالوماتو څخه برخمن شئ چې د ښوونکو له لوري تدريسي کیږي.
