پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د کابل ښار چهلستون سیمې د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل او څار ژمنه وکړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار چهلستون سیمې یو شمیر مشرانو سره په لیدنه کې، د یادې سیمې د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل او څار ژمنه ورکړه.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ د کابل ښار چهلستون سیمې یو شمیر مشرانو د دې سیمې ښوونې او روزنې ستونزې د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي سره شریکې او د یادو ستونزو د حل او څار غوښتونکي شول.
د پوهنې وزارت مشرتابه پدې غونډه کې د کابل ښار چهلستون سیمې د ښوونې او روزنې ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه ورکړه چې د یادو ستونزو د حل او څار په موخه به ګړندۍ کړنې تر سره شي.
د دې لیدنې په پاي کې، د کابل ښار چهلستون ساحې یو شمیر مشرانو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې حالت ښه والي څځه یادونه وکړه او د پوهنې وزیر فعالیتونو يې وستایل.
