د څه باندې ۹۰۰۰ جدیدالشموله زده کوونکو روغتیایي ازموینه تر سره شوې ده
پوهنې وزارت _ کابل: د کابل په ښوونځیو کې د هلکانو او نجونو په ګډون د ۹۱۷۶ جدیدالشموله زده کوونکو روغتیایي ازموینه تر سره شوې ده.
دغه ازموینه د جدیدالشموله زده کوونکو د اورېدنې، لیدنې او د خولې جوف د ستونزو د کچې د تثبیت په موخه په درې برخو ( غوږونو، سترګو او خولې جوف) کې تر سره شوې ده.
د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې چې د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ سره پیل شوی؛ د کابل ښار په ۴۰ ښوونځیو کې ۱۲۰۰۰ جدید الشموله زده کوونکي تر روغتیایي ازموینې لاندې نیول کېږي.
چې له دې جملې څخه په ۳۷ ښوونځیو کې د ۹۱۷۶ جدیدالشموله زده کوونکو روغتیایي معاینات بشپړ شوي او په ۳ نورو ښوونځیو کې د پاتې کابو ۳۰۰۰ زده کوونکو روغتیایي معاینات به د اوړي تر رخصتۍ وروسته ترسره شي.
تمه ده چې د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ سره، د دغه پروګرام بل پړاو به د هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار په ولایتونو کې تطبیق شي.
د جدیدالشموله زده کوونکو تر روغتیایي معایناتو وروسته؛ د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو د روغتیایي ټیمونو لخوا د هغوی د لیدلو، اورېدلو او خولې جوف ستونزې پېژندل کېږي او د زده کوونکو د درملنې په موخه د هغوی د روغتیاي ارزونې فورمه د هغوی کورنیو ته سپارل کېږي.
د دغو معایناتو تر سره کېدل له ښوونکو سره مرسته کوي، څو هغه زده کوونکي چې د لیدلو او اورېدلو ستونزه لري، په درسي ټولګیو کې اسانتیاوې ورته رامنځته کړي.
له بلې خوا د دغه پروګرام پلي کېدل د زده کوونکو مېندې او پلرونه دې ته متوجه کوي څو د خپلو اولادونو د سترګو، غوږونو او خولې جوف روغتیا ته پاملرنه وکړي.
